IQNA

د غزې جنګ په لویدیځ کې  اسلام ته د ګروهنې یو ترټولو مهم عامل دی

13:11 - March 24, 2024
د خبر لمبر: 3488934
د غزې جنګ په لویدیځ کې  اسلام ته د ګروهنې یو ترټولو مهم عامل دی

ایکنا- د اروپا د فتوا د ټولنې مرستیال د اروپا د هویّت د بدلولو لپاره د مسلمانانو د پروګرام په باب د افراط پالو او زوړپالو د ګوندونو د ادعا په دروغ بللو سره،په لویدیځ کې له اسلام سره ګروهنه،یوه داسې زیاتیدونکې چاره وبلله چې په غزې تړانګې کېئ ئې وروسته جنګ یو ترټولو مهم  عامل دی.

ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ،د اروپا د فتوا  دټولنې مرستیال خالد الحنفي ، په رمضان میاشتې  کې د ژوند او شریعت په پروګرام کې  په شتون سره چې له الجزیره چینل څخه خپریږي، دې ته په اشارې سره چې هغه ډیرې احصائې،شمیرنې او ادعاګانې چې په اروپا کې ئې د مسلمانانو دشتون په باب زوړپال اوښي پال  ګوندونه ئې په اړه خبرې کوي،په مبالغې مشتملې دي،ټينګار وکړ، هیڅ یو اورګان یا بې پلوه څیړنیز مرکز چې په لویدیځ کې د اسلام په پراختیا څيړنې کوي،نشته او دغه اقدامات د مسلمانانو  په ضد دعمومي افکارو  لپاره د  یوې پلمې په باب د هڅو یوه برخه  او د عامو خلکو ته د دوکه ورکولو لپاره د پروپيګنډې یوه برخه ده چې ادعا کوي،په اروپا کې دمسلمانانو شتون ددغې لوئې وچې د مسیحي هویّت د بدلولو او ددې د اسلامی کولو په موخې سره  دی.

حنفي  دغه څرګندونې  په روژې مبارکې میاشتې کې د شریعت او ژوند دپروګرام  په دولسمې برخې کې  چې  په تیره بیا په لویدیځي هیوادونو کې د اسلام په معرفي کولو کې د قرآن مجید ځائیګی بیانوي، کړي دي.

حنفی چې  په جرمني کې د فتوا دکمیټې مشر  هم دی، د اسلام لپاره او د هغو کسانو د شمیر دزیاتیدا لپاره  چې  له اسلام سره ډیر ګروهمن شوي دي، نه انکاریدونکي  مطالبې ته په اشارې سره ټينګار وکړ،دغه ه غوښته تر احساسیدونکي حده په زیاتیدا ده.

 هغه په اروپا کې له اسلام سره د ګروهنې یو ترټولو مهم عامل په توګه په غزې تړانګې کې د وروستي جنګ په بللو سره ، کرونائي بحران، دترکیې او سورئې زلزله او په لویدیځي  هیوادونو کې د کورنۍ د نظام په ضد دقوانینو او د ښځې او سړي ترمینځ داړیکو په زمینې کې  دانساني طبیعّت د مخالفو قوانینو تصویبیدا ، په اروپا کې  له اسلام سره دګروهنې نور عوامل وبلل.

 هغه زیاته کړه، دغو عواملو  په لویدیځي ټولنو کې د معنوي او اجتماعی  اړتیا احساس دوه چنده کړی دی او پر دې اساس ، خلک  د یوې داسې چارې په لټوَلو پسې شوي دي چې  دغه اړتیاوې پوره کړي او  هغه  ئې په اسلام کې موندلي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4206805/

captcha